
د نهمې ناحیې اړوند د هوايي ډګر له څلورلارې څخه تر ګمرک سیمې پورې د نوي نښلوونکي سړک درېیمه ( وروستۍ) طبقه قیر چارې روانې دي او د مسئولینو په وینا؛ ډېر ژر به بشپړې او یاد سړک به د ترافیکو پرمخ پرانیستل شي. دغه سړک چې په ټولیزه توګه ۲۷۹۴ متره اوږدوالی او ۶۰ متره سور لري، د کابل ښار د مهم او ستراتیژیک سړک په توګه په دوه اصلي او دوه فرعي لیکو کې، د کانال، پلچکونو، لښتیو، پلیو لارو، ګلدانونو، د بایسکل چلولو لیکو، په سړک دکرښو اچولو او د یوه معیاري سړک د نورو جزئیاتو په ګډون ډیزاین شوی دی. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست انجنیران د دې پروژې د کار له کیفیت څخه په دوامداره توګه فني او تخنیکي څارنې ترسره کوي. د دې سړک په جوړېدو سره به یې له یوې خوا د مکروریان، صحت عامې او د هوايي ډګر په څلورلارو کې ترافیکي ګڼه ګوڼه په اساسي توګه کمښت ومومي او بله خوا به ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې د آسانتیاوو رامنځته کېدو سربېره، د سیمو اقتصادي ودې ته زمینه هم برابره شي


