
د شپږمې ناحیې په ۳۲م او ۳۴م ګذر کې د فرعي سړک او کوڅې کانکرېټ چارې بشپړې او د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم رئیس انجنیر میرالرحمن ناصري، د شپږمې ناحیې د مرستیال محمد قسیم صافي او د سیمې د مشرانو له خوا ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. د برنامو او پروژو د تنظیم رئیس په دې اړه وویل : دغه پروژې د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، ښاریانو ته د کاري فرصتونو او ښاري آسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه پلې شوې. نوموړي زیاته کړه چې، په ۳۲م ګذر کې سړک ۹۳۰ متره اوږدوالی او په ۳۴م ګذر کې کوڅه ۹۱۰ متره اوږدوالی، ۴ او ۵ متره سور لري چې، د جوړولو چارې یې د لښتیو په ګډون په ټولیزه توګه د ۱۸.۹ میلیونه افغانیو په لګښت د ۳ میاشتو په موده کې بشپړې شوې. ورته مهال د شپږمې ناحیې مرستیال د یادو پروژو له بشپړېدو خوښي وښوده او د سیمې له اوسېدونکو یې غوښتنه وکړه چې، د دې سړک او کوڅې ساتنې ته پام وکړي، څو یې له ژر ویجاړېدو څخه مخنیوی وشي


