
د کابل ښاروالۍ له لوري د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته د دولسمې ناحیې په ۲۱م ګذر کې د یوه فرعي سړک د جوړولو چارې روانې دي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې؛ دا سړک ۳۹۰ متره اوږدوالی او ۱۲.۵ متره سور لري چې، د لښتیو او ګلدانونو په ګډون به یې چارې تر راتلونکو ۲۰ ورځو پورې په اساسي او معیاري توګه بشپړې شي. د دې سړک په جوړېدو سره به د سیمې د اوسېدونکو ګڼې ترانسپورتي او چاپېریالي ستونزې هوارې شي. د یادونې وړ ده چې، په دې پروژه کې یو شمېر هېوادوالو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده


