الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.10 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د دهبوري له شه-ید څلورلارې څخه د سیلو تر سړک پورې د سړک جوړولو او پراختیا لومړنۍ چارې پیل شوې

 17410.jpg (1820 × 1024)

د درېیمې ناحیې اړوند د دهبوري له شه – ید  څلورلارې څخه د پوهنتون او سیلو تر سړک پورې د سړک جوړولو او پراختیا لومړنۍ چارې چې، د خنډونو پاکول او هوارول په بر کې نیسي، پیل شوې. دا سړک چې د ورڅېرمه سیمو اوسېدونکو ته د ترانسپورتي آسانتیاوو د رامنځته کولو په برخه کې ځانګړی اهمیت لري ، له همدې امله یې د پراختیا په اړه اقدام وشو. د مسئولینو د معلوماتو له مخې؛ د دې سړک په اوږدو کې ۷۲ ملکیتونه تر استملاک لاندې دي چې، د قانون او کړنلارې له مخې به یې مالکانو ته بدیل حقونه ورکړل شي. د کابل ښاروالۍ د ښاري زیربناوو ریاست د ډیزاین له مخې؛ دا سړک چې، ۱۹۱۰ متره اوږدوالی، ۴۰ او ۲۰ متره سور لري، ټاکل شوې ده د یوه کال په موده کې په اساسي توګه جوړ او ورسره جوخت به له یوې خوا  په  کابل ښار کې ترانسپورتي زیربناوې پراختیا ومومي او بله خوا به ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته شي