
د اوومې ناحیې اړوند له علاءالدین درې لارې څخه تر تخنیکم سیمې پورې د سړک لومړۍ طبقه قیر چارې د بشپړېدو په حال کې دي او ټاکل شوې ده ډېر ژر د ترافیکو پرمخ پرانیستل شي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې؛ د دې سړک قیر چارې د ټولو تخنیکي او فني معیارونو په پام کې نیولو سره ترسره کېږي. دغه سړک چې،۱۷۷۶ متره اوږدوالی او ۳۰ متره سور لري، د لښتیو، پلیو لارو، ګلدانونو ، څراغونو، په سړک د کرښو اچولو او د یوه معیاري سړک د نورو جزئیاتو په ګډون ډیزاین شوی دی. د دې سړک په جوړېدو سره به له یوې خوا د دارالامان سړک له چهلستون سیمې سره ونښلول شي چې ورسره جوخت به په یادو سیمو کې ترافیکي ګڼه ګوڼه کمښت ومومي او بله خوا به د سیمو اقتصادي ودې ته زمینه هم برابره شي


