
د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له خوا د قلعه شانان سړک په اوږدو کې د کابل سیند د پاسه د سیم پیچۍ تر پړاو وروسته، د موټرو د تګ راتګ یوه اساسي پله د فرش کانکرېټ چارې پیل شوې.
دا پُل چې، ۶۰ متره اوږدوالی او ۱۸.۴ متره سور لري، د کابل سیند د پاسه یو له لویو پلونو څخه شمېرل کېږي او ټاکل شوې ده تر راتلونکو شلو ورځو پورې یې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د دې پله په جوړېدو سره به د کابل د ختیځ زون اوسېدونکو ته د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته او په ورڅېرمه سړکونو کې به ترافیکي ګڼه ګوڼه کمښت ومومي.
کابل ښاروالۍ ژمنتیا لري چې، د داسې زیربنايي پروژو په پلي کولو سره د ښار معیاري پراختیا ته زمینه برابره کړي او هڅه کوي چې، د کابل ښار بڼه لا ښکلې او منظمه شي.
د قلعه شانان سړک په اوږدو کې د موټرو د یوه اساسي پله د فرش کانکرېټ چارې پیل شوې


