الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.90 افغانی
1 یورو 74.40 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.35 افغانی
1 کلدار 0.223 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په بره‌کي څلورلارې کې تر ځمکې لاندې سړک د پاسه د سرپوښ د سیخبندۍ چارې روانې دي


د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له خوا د بره‌کي په څلورلارې کې د ترافیک څلورلارې خوا ته د ګاډرونو تر نصبولو وروسته، د ۴۸ مترو په اوږدوالي تر ځمکې لاندې سړک د سرپوښ د سیخبندۍ(دِک سلب) چارې پیل شوې دي او ټاکل شوې ده ډېر ژر یې کانکرېټ چارې هم ترسره شي.
د یادې پروژې مدیر انجنیر عبیدالله «الهام» په دې اړه وویل: په بره‌کي څلورلارې کې د ترافیک څلورلارې لوري ته ترځمکې لاندې سړک د ۴۹ ګاډرونو د نصبولو چارې بشپرې شوې دي. همداراز د نادریې لیسې خوا ته د ۴۴ نورو ګاډرونو د نصبولو لومړني کارونه روان دي چې په روانه اونۍ کې به یې د ګاډرونو د نصبولو اساسي کارونه پیل شي. له هغه ورورسته به د نادریې لېسې خوا ته د ۴۳ مترو په اوږدوالي د سرپوښ د سیخبندۍ(دِک سلب) چارې هم ترسره شي.
نوموړي زیاته کړه چې، د پلونو د پوښونو تر بشپړېدو وروسته به په مرکزي برخه کې د سړک د کیندلو او جوړولو چارې پیل شي. د پروژې د انجنیر په وینا؛ دا پړاو د پروژې له مهمو تخنیکي پړاونو څخه ګڼل کېږي چې، په جوړښت او استحکام کې مهم رول لري.
د نادریې لیسې له خوا د ترافیک څلورلارې په لور تر ځمکې لاندې سړک ۴۷۰ متره اوږدوالی، ۲۰ متره سور او ۵.۵ متره ژوروالی لري.
همدا راز ټاکل شوې ده د دهن باغ څلورلارې له خوا د پروان دو څلورلارې په لور د ۷۰۰ مترو په اوږدوالي، ۲۰ مترو سور او د ۵.۵ مترو په لوړوالي د بره‌کې څلورلارې د هوایي پله د جوړولو کارونه هم ډېر ژر پیل شي.
کابل ښاروالۍ له ټولو ښاریانو غوښتنه کوي چې، د دې پروژې د پلي کېدو پر مهال له اړتیا پرته تګ راتګ څخه ډډه وکړي او د پروژې د منظم او پر وخت پلي کېدو په برخه کې همکاري وکړي.