الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.10 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل- لوګر سړک د لومړي فاز د یو کیلو متر نورې برخې قیر چارې د بشپړېدو په حال کې دي


په کابل ښار کې د ترانسپورتي زیربناوو د پراختیا په موخه د کابل- لوګر سړک د لومړي فاز د یو کیلو متر نورې برخې قیر چارې د بشپړېدو په حال کې دي.
د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې؛ تر اوسه په (۳) لیکو کې د یاد سړک ۳ کیلو متره برخه قیر شوې ده او په دوه لیکو کې د یو کیلو متر نورې برخې قیر چارې روانې دي.
ورته مهال د یاد سړک د پاتې برخو بنسټیزې چارې هم روانې دي او په ټوله کې دا پروژه ۳۶ سلنه کاري پرمختګ لري.
د کابل- لوګر سړک لومړۍ برخه له نجات څلي څخه تر چرخ آب پورې ۷ کیلو متره اوږدوالی او ۶۰ متره سور لري. په دې پروژه کې د مستان لوی کانال، د ۲۰ مترو په اوږدوالي او ۵ مترو په سور د شیوه کي سړک د پلچک، لښتیو، پلیو لارو او ګلدانونو جوړول، په سړک د کرښو اچول، د څراغونو نصبول او د یوه معیاري سړک نور جزئیات شامل دي.
کابل ښاروالۍ هڅه کوي چې، د دې پروژې چارې په ټاکلي وخت او لوړ کیفیت بشپړې کړي.
د کابل- لوګر سړک د لومړۍ برخې د جوړولو پروژه د کابل په سویل ختیځ زون کې یوه له مهمو زیربنايي پروژو څخه ده چې، په بشپړېدو سره به یې ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته او د سیمو اقتصادي ودې به زمینه برابره شي.