
د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د ۲۱مې ناحیې د ۳۴م ګذر اړوند د نعمان بن ثابت مدرسې په سیمه کې د یوه فرعي سړک د کانکریټ چارې په چټکۍ سره روانې دي چې، ډیر ژر به بشپړې او یاد سړک به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې، دغه سړک چې، (۸۳۷) متره اوږدوالی او (۶.۴) متره سور لري، د لښتیو په ګډون د جوړېدو په حال کې دی.
د دې پروژې په بشپړېدو سره به د ځایی خلکو ترانسپورتي او چاپیریالي ستونزې کمې شي.
د یادونې وړ ده چې، په دې پروژه کې یو شمیر هېوادوالو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.
د یو ویشتمې ناحیې په ۳۴م ګذر کې دفرعي سړک کانکریټ چارې په چټکۍ سره روانې دي


