
کابل ښاروال مولوي عبدالرشید، د ترکي پانګونې خصوصي شرکت (سونای) له مسؤلینو سره د لیدنې پر مهال د کابل ښار د تولیدېدونکو کثافاتو د مدیریت او بیا کارونې په اړه خبرې وکړې.
په دې لیدنه کې، کابل ښاروال د کثافاتو د مدیریت او بیا کارونې په برخه کې د ښاروالۍ لنډمهاله، منځمهاله او اوږدمهاله پلانونه تشریح کړل او ټینګار یې وکړ چې، د کابل ښاروالۍ هڅه دا ده چې د ښار د اوسېدونکو په مرسته او د معیاري سیسټمونو په کارونې سره د کثافاتو د راټولولو او لېږد بهیر لا ښه کړي.
نوموړي زیاته کړه چې، دغه اداره غواړي د نړیوالو شرکتونو پانګونه جلب کړي څو کثافات تر بیا کارونې وروسته په انرژۍ بدل شي.
بله خوا، د ترکي شرکت (سونای) استازیو د ښاري کثافاتو د مدیریت او بیا کارونې په برخه کې خپلې تجربې شریکې کړې او له کابل ښاروالۍ سره یې د راتلونکو مرستو لپاره خپل چمتووالی او لیوالتیا څرګنده کړه.
دغه راز کابل ښاروال ټینګار وکړ چې، ښاروالۍ اراده لري تر څو د تخنیکي څېړنو له ترسره کولو او د مناسبو حل لارو موندلو وروسته، د کثافاتو د لېږد او بیا کارونې معیاري سیستمونه جوړ کړي؛ ، داسې اقدام چې نه یوازې په کابل ښار کې د چاپېریالي ستونزو په کمښت کې مرسته وکړي، بلکې د خصوصي سکتور د پانګونې لپاره هم مناسبه زمینه برابره کړي.
همدارنګه، کابل ښاروال له یاد شرکت څخه وغوښتل چې، د کثافاتو د بیا کارونې په برخه کې یوه بشپړه او جامع طرحه وړاندې کړي تر څو له غور او څېړنې وروسته د پلي کېدو زمینه ورته برابره شي.
کابل ښاروال د ترکي خصوصي شرکت (سونای) له مسؤلینو سره د کثافاتو د بیا کارونې په اړه ولیدل


