
د شپږمې ناحیې اړوند د ۲۲م ګذر په قلعه بختیار سیمه کې د ځمکې د بیا تنظیم لومړۍ پروژه د پام وړ پرمختګ لري.
په دې پروژه کې د عامه تاسیساتو لکه پارک، ښوونځي، کلینیک، جومات، ورزشي لوبغالي او د وړکتون لپاره ځمکه ځانګړې شوې ده.
همدارنګه د “ځمکې د بیا تنظیم” برنامې تر پوښښ لاندې، په یادې سیمه کې په ټولیزه توګه د (۳۲۴۵) مترو په اوږدوالي او له (۴) څخه تر(۹) مترو پورې سور سره د (۲۴) فرعي سړکونو او کوڅو کانکریټ چارې د کابل ښاروالۍ له خوا روانې دي، چې، تر اوسه پورې د (۱۱) کوڅو او فرعي سړکونو کانکریټ چارې بشپړې شوې او د هوا دښه والي په صورت کې به د پاتې برخو د جوړولو چارې هم دوام ومومي.
د ځکې د بیا تنظیم او پراختیا ریاست د مسئولینو په وینا، دا پروژه د ځمکې د بیا تنظیم لومړنۍ پروژه ده چې، په (۸۸) جریبه ځمکه کې پلې کېږي او (۱۴۳) ملکیتونه پکې شامل دي.
د یادې سیمې په پراختیايي پلان کې، د عامه او خدماتي تاسیساتو لکه، ښوونځیو، جوماتونو، تفریحي پارک او وړکتون جوړول هم په پام کې نیول شوي دي.
د دې پروژې په پلې کېدو سره به سړکونه پراخ شي، د ملکیتونو ارزښت به لوړ او د ملکیتونو مالکانو ته به د ښاري اصولو مطابق معتبر اسناد ورکړل شي.
د ځمکې د بیا تنظیم په برنامه کې د سیمې د اوسېدونکو ګډون اړین ګڼل کېږي ، ځکه د هغوی ګډون د پروژې غوره پلي کېدو ته زمینه برابروي.
یاده برنامه به په پلاني د غیر پلاني سیمو دبدلولو په موخه، د کابل ښار په نورو ناحیو کې هم عملي شي.
کابل ښاروالي په پام کې لري چې، د دې برنامې په پلي کولو سره د ښاري ماسټرپلان پلي کولو او هغو ښاریانو ته چې، له ښاري آسانتیاوو څخه بې برخې دي، د غوره ښاري خدمتونو وړاندې کولو زمینه برابره کړي.
د ځمکې د بیا تنظیم لړۍ یوه ښاري پلان جوړونکې پروسه ده چې، د ځمکو د قطعاتو د بڼې د اصلاح او د سیمې د منظمېدو په موخه پلې کېږي. دا لړۍ چې د ځمکې د مالکانو د ګډون په پام کې نیولو سره په نوې بڼه د اساسي زېربناوو او عامه تاسیساتو د جوړېدو په موخه ترسره کېږي، شته آسانتیاوې لا نورې هم ښې کېږي او له هرې نمرې ځمکې څخه د ګټې اخیستنې کچه نوره هم لوړېږي.
په قلعه بختیار سیمه کې د ځمکې د بیا تنظیم لومړنۍ پروژه د پام وړ پرمختګ لري


