الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.10 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

له بیني حصار څخه تر ستانکزي څلورلارې پورې د سړک د بېلابېلو برخو د جوړولو چارې روانې دي


د اتمې ناحیې اړوند له بیني حصار سیمې څخه تر ستانکزي څلورلارې پورې د سړک جوړولو چارې چې، د اساسي برخو، پلچکونو او ګلدانونو جوړول په بر کې نیسي روانې دي.
دغه راز د یاد سړک یوه بله برخه به ډېر ژر قیر کولو ته چمتو او د هوا د ښه والي په صورت کې به یې قیر چارې ترسره شي.
دا سړک چې په ټولیزه توګه د ۱۶۵۵ مترو په اوږدوالي او ۴۰ متره سور سره، د لښتیو، پلیو لارو، ګلدانونو، د بایسکل چلولو لیکو، پلچکونو، څراغونو، په سړک د کرښو اچولو او د یوه معیاري سړک د نورو جزئیاتو په ګډون ډیزاین شوی دی، څه موده وړاندې یې د ۸۰۰ مترو په اوږدوالي یوه برخه قیر شوې ده.
د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست انجنیران د دې پروژې د کار له کیفیت څخه په دوامداره توګه فني او تخنیکي څارنې ترسره کوي.
د یادونې وړ ده چې، له ستانکزي څلورلارې څخه تر بګرامیو پورې د دې سړک د جوړولو چارې هم روانې دي او د بنسټیزو برخو تر جوړېدو وروسته به یې د قیر کولو په اړه اقدام وشي.
د دې پروژو په بشپړېدو سره به له یوې خوا د کابل- لوګر سړک د بګرامیو له سړک سره ونښلول شي او بله خوا به ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته شي.