الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.10 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په دیارلسمه ناحیه کې د فرعي سړکونو او کوڅو د ۳ پروژو کانکرېټ چارې بشپړې او ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شوې


د دیارلسمې ناحیې اړوند په ۳م، ۱۱م او ۳۳ م ګذر کې په ټولیزه توګه د ۲۲.۷ میلیونه افغانیو په لګښت د فرعي سړکونو او کوڅو د ۳ پروژو کانکرېټ چارې بشپړې او د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم رئیس انجنیر میرالرحمن ناصري، د دیارلسمې ناحیې د رئیس مولوي عبدالصمد عابد، د سیمې د مشرانو او یو شمېر اوسېدونکو له خوا ګټې ‌اخیستنې ته وسپارل شوې.
انجنیر میرالرحمن ناصري په دې اړه وویل: کابل ښاروالۍ د ښاریانو د چاپېریالي او ښاري ستونزو هوارولو ته ژمنتیا لري او دا مهال د متوازنې پراختیا د اصل پر بنسټ، د ښار په کچه ورته لسګونه نورې پروژې هم د پلي کېدو په حال کې دي.
نوموړي د یادو ګذرونو له اوسېدونکو وغوښتل چې، د نويو جوړو شویو سړکونو او کوڅو ساتنه وکړي.
د برنامو او پروژو د تتظیم رئیس وویل: په ۳م ګذر کې پروژه ۹۳۲ متره اوږدوالی، په ۱۱م ګذر کې ۱۱۱۳ متره او په ۳۳م ګذر کې ۴۷۰ متره اوږدوالی، ۳ او ۶ متره سور لري.
نوموړي زیاته کړه، د ۲۲۰ مترو په اوږدوالي د پليو‌لارو لارو جوړول هم د دې پروژو برخه ده چې د جوړولو چارې یې د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د ۳ میاشتو په موده کې په اساسي توګه بشپړې شوې.
یادې پروژې ښاريانو ته د آسانتیاوو د رامنځته کولو، د چاپېریالي وضعیت د ښه والي او له ښاري آسانتیاوو څخه د محرومو سیمو د اوسېدونکو لپاره د کاري فرصتونو د برابرولو په موخه پلې شوې دي.
ورته مهال د دیارلسمې ناحیې رئیس مولوي عبدالصمد عابد په راتلونکې کې د ورته نورو پروژو د پلي کېدو خبر ورکړ او ژمنه یې وکړه چې، د شته سرچینو او د متوازنې پراختیا د اصل پر بنسټ به د دې ناحیې په بېلابېلو سیمو کې نوې پروژې هم طرحه او پلې شي.
دغه راز د یادو ګذرونو اوسېدونکو د دغو پروژو له پلي کېدو څخه خوښي وښوده او ویې ویل چې، د کابل ښاروالۍ له خوا د دغو پروژو په پلي کېدو سره د دوی ګڼې ستونزې هوارې شوې دي او د یوې روښانه او سوکاله راتلونکې په اړه هیله من دي.