
د پنځمې، شپږمې او دیارلسمې ناحیو اړوند، له دیوانبیګي څخه تر مهتابقلعه پورې د نوي نښلوونکي سړک لومړۍ طبقه قیر چارې د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له خوا په بریالیتوب سره بشپړې شوی او سړک د ترافیکو پرمخ پرانیستل شو.
یاد سړک چې، ۱۷۳۳ متره اوږدوالی او ۳۰ متره سور لري. ، په اوږدو کې یې د کابل سیند د پاسه د ۲۱.۵ مترو په اوږدوالي او۲۰ متره سور سره د موټرو یو اساسي پل هم جوړ شوی چې، پاتې چارې به یې ډیر ژر بشپړې او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.
په دې پروژه کې د لښتیو، پلیو لارو، د بایسکل چلولو لیکو او ګلدانونو جوړول، د څراغونو نصبول او په سړک د کرښو اچول هم شامل دي.
یاد سړک او پل د بدیلې لارې په توګه، د کمپنی او برچي سړکونو د ترافیکي ګڼه ګوڼې د کمښت او د ښاریانو پر وړاندې د ترانسپورتي ستونزو د هواري او اړوندو سیمو د اقتصادي ودې په برخو کې ځانګړی اهمیت لري.
د یادونې وړ ده چې، د هوا د ښهوالي په صورت کې به د دې سړک دویمه طبقه قیر چارې د پلان مطابق ترسره شي.
د دیوانبیګي – مهتابقلعه سړک لومړۍ طبقه قیر چارې بشپړې او ترافیکو پر مخ پرانیستل شو


