الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د احمدشاه بابا مېنې په نهم بلاک کې د یوه تفریحي پارک د جوړولو چارې روانې دي


د دولسمې ناحیې اړوند د احمدشاه بابا مېنې په نهم بلاک کې د یوه تفریحي پارک د جوړولو چارې چې، څه موده وړاندې د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته پیل شوې وې، په چټکۍ سره روانې دي.
ټاکل شوې ده دغه پارک چې، په ۸۵۵۵ مترمربع ځمکه کې ډیزاین شوی دی، د احاطې دیوال، پلیولارو، د اوبو د څاه کیندنې، د اوبو یوې زېرمې، چمن کرلو، د نیالګیو او ګلانو کېنولو، د کثافات دانیو او د ننوتلو او وتلو دروازو په ګډون، تر راتلونکې یوې اونۍ پورې جوړ شي.
د یادونې وړ ده چې، یاد پارک د ښار د زرغونو سیمو د پراختیا په برخه کې ځانګړی اهمیت لري.