الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.10 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په شپاړلسمه ناحیه کې د دوو فرعي سړکونو کانکریټ‌ چارې د بشپړېدو په حال کې دي


ښاریانو ته د ترانسپورتي او چاپېریالي آسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه، د شپاړلسمې ناحیې د ۱۶م ګذر اړوند د قلعه زمان‌خان په سیمه کې د دوو فرعي سړکونو کانکریټ‌ چارې ۹۵ سلنه پرمخ تللې او هڅه کېږي چې د راتلونکې یوې اونۍ په ترڅ کې بشپړې او یاد سړکونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
دغه پروژه د سیمې د اوسېدونکو ستونزو ته د رسېدنې او د کاري فرصتونو د رامنځته کولو په موخه، د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته د پلي کېدو په حال کې ده.
په دې پروژه کې چې، په ټولیزه توګه ۵۷۰ متره اوږدوالی او ۸ متره سور لري، د لښتیو جوړول هم شامل دي.