
له فیصل ښارګوټي څخه تر ګلباغ پله پورې د ۲۳۹۶ مترو په اوږدوالي او ۳۳ مترو په سور سره د ګلباغ سړک د دویمې برخې د جوړولو او پراختیا چارې روانې دي او د هوا د ښه والي په صورت کې به یې یوه برخه قیر شي.
په دې پروژه کې د ۲۴ مترو په اوږدوالي او ۱.۲ مترو په سور سره د یوه پلچک، پلیو لارو، لښتیو او ګلدانونو جوړول، د څراغونو نصبول، په سړک د کرښو اچول او د یوه معیاري سړک نور جزئیات هم شامل دي.
د ګلباغ سړک چې، د کابل لوېدیځه برخه له سویل سره نښلوي د کابل ښار یو اقتصادي دهلیز بلل کېږي او په جوړېدو سره به یې ګڼې ترانسپورتي او ټولنیزې آسانتیاوې رامنځته شي.
د ګلباغ سړک د دویمې برخې د جوړولو او پراختیا چارې روانې دي


