الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.10 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

له محبس څلورلارې څخه تر سلیم کاروان پورې د سړک د پلیو لارو جوړولو چارې روانې دي


د پلیو تګ کوونکو لپاره د آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه، د دولسمې ناحیې اړوند له محبس څلورلارې څخه د سلیم کاروان تر سړک پورې، د نوي نښلوونکي سړک د پلیو لارو د جوړولو چارې، د ټولو فني او تخنیکي معیارونو په پام کې نیولو سره روانې دي.
دغه سړک چې، ۲۰۰۹ متره اوږدوالی، ۲۴، ۳۰ او ۴۰ متره سور لري، په دې وروستیو کې یې دویمه طبقه قیر چارې بشپړې شوې دي او د ترافیکو پرمخ پرانیستل شوی دی.
په دې پروژه کې د لښتیو، ګلدانونو او د بایسکل چلولو لیکو جوړول، د څراغونو او ترافیکي نښو نصبول، په سړک د کرښو اچول او یو شمېر نور جزئیات هم شامل دي.
د دې سړک په جوړېدو سره به له یوې خوا د سیمې اوسېدونکو ته ګڼې ښاري او ترانسپورتي آسانتیاوې رامنځته شي او بله خوا به د ورڅېرمه سړکونو ترافیکي ګڼه ګوڼه د پام وړ کمښت ومومي.