الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.10 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د احمدشاه بابا مېنې په ۱۳م بلاک کې د یوه فرعي سړک کانکرېټ چارې بشپړې شوې


د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د دولسمې ناحیې اړوند د احمد شاه بابا مېنې په ۱۳م بلاک کې د یوه فرعي سړک کانکرېټ چارې بشپړې شوې.
په دې پروژه کې چې، ۵۷۵ متره اوږدوالی او ۷ متره سور لري، د لښتیو جوړول هم شامل دي.
کابل ښاروالۍ د متوازنې پراختیا د اصل پربنسټ له ښاري آسانتیاوو په محرومو سیمو کې د پروژو پلي کولو ته لومړیتوب ورکوي او ټاکل شوې ده په بېلابېلو ناحیو کې ورته نورې پروژې هم طرحه او پلې کړي.
پاتې دې نه وي چې، د دې سړک په جوړېدو سره د سیمې اوسېدونکو ته ګڼې ترانسپورتي او چاپېریالي آسانتیاوې رامنځته شوې دي.