
د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له خوا د خیرخانې کوتل سړک د درېیمې برخې د جوړولو چارې په منظمه توګه روانې دي.
اوس مهال د یاد سړک د بنسټیزو برخو، استنادي دېوال او لښتیو جوړولو، هوارولو او د غره لمنې د کیندلو چارې روانې دي او د هوا د ښه والي په صورت کې به یې یوه بله برخه هم قیر شي.
دا سړک چې له سرای شمالي سیمې څخه د کوتل تر پورتنۍ برخې پورې ښۍ خوا ته ۳۶۴۷ متره اوږدوالی او ۲۷ متره سور لري، څه موده وړاندې یې د ۱۸۰۰ مترو په اوږدوالي او د ۱۲ مترو په سور سره یوې برخې لومړۍ طبقه قیر چارې ترسره شوې دي.
دا پروژه چې د هېواد د شمالي ولایتونو اوسېدونکو ته د آسانتیاوو رامنځته کولو په برخه کې ځانګړی اهمیت لري، کابل ښاروالۍ هڅه کوي څو یې په ټاکلي وخت او ښه کیفیت سره بشپړه کړي.
د خیرخانې کوتل سړک د درېیمې برخې د جوړولو چارې په منظمه توګه روانې دي


