الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.10 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په بره کي څلورلارې کې ترځمکې لاندې سړک د پوښښ کانکرېټ چارې پیل شوې


د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له خوا د ګاډرونو تر نصبولو وروسته، د ۱۱۲۰ متر مربع په مساحت سره د بره کي په څلورلارې کې ترځمکې لاندې سړک د پوښښ کانکرېټ چارې پیل شوې.
دغه پوښښ یا (دک سلب) ۴۸.۶۵ متره اوږدوالی او ۲۳ متر سور لري. د یادې پروژې د مدیر انجنیر عبیدالله الهام په وینا؛ د ترافیک څلورلارې خوا ته د ۴۹ ګاډرونو د نصبولو چارې بشپړې شوې دي او تخنیکي ټیمونه هڅه کوي چې، د نادریې لېسې خوا ته د ۴۴ ګاډرونو د نصبولو چارې په منظمه توګه ترسره کړي. نوموړي زیاته کړه چې، د دې پړاو تر بشپړېدو وروسته به د ۴۴ مترو په اوږدوالي د نادریې لېسې خوا ته سرک دپوښښ (دک سلب) د جوړولو چارې هم پیل شي.
انجنیر الهام همدا راز وویل چې، د سړک د پوښښ د چارو تر بشپړېدو وروسته به، په مرکزي برخه کې د کیندلو کارونه پیل شي چې، دا پړاو د دې زیربنايي پروژې د جوړښت او استحکام په برخه کې مهم رول لري.
د یادونې وړ ده چې، د نادریې لېسې له خوا د ترافیک څلورلارې په لور ترځمکې لاندې سړک، ۴۷۰ متره اوږدوالی، ۲۰ متره سور او ۵.۵ متره ژوروالی لري.
د دې پروژې په بشپړېدو سره به د ښار په دې مهمه برخه کې ترافیکي ګڼه ګوڼه د پام وړ کمښت ومومي او ښاریانو ته به د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته شي.