الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.10 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

قلعه شانان سړک په اوږدو کې د موټرو د یوه اساسي پله د فرش کانکرېټ چارې بشپړې شوې


د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له خوا د قلعه شانان سړک په اوږدو کې د کابل سیند د پاسه د موټرو د تګ راتګ یوه اساسي پله د فرش کانکرېټ چارې په بریالیتوب سره بشپړې شوې او ټاکل شوې ده څه موده وروسته د ترافیکو پرمخ پرانیستل شي.
دا پُل چې ۶۰ متره اوږدوالی او ۱۸.۴ متره سور لري، د کابل سیند د پاسه یو له لویو پلونو څخه شمېرل کېږي چې، په جوړېدو سره به یې د کابل په ختیځ زون کې د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته شي.
همدا راز دا پُل د ورڅېرمه سړکونو د ترافیکي ګڼه ګوڼې په کمښت او د سیمو د نښلولو په برخه کې کې مهم رول لري.
کابل ښاروالۍ ژمنتیا لري چې، د داسې زیربنايي پروژو په پلي کولو سره د ښار معیاري پراختیا ته زمینه برابره کړي او هڅه کوي چې، د کابل ښار بڼه لا ښکلې او منظمه شي.