
د ګمارل شوې کمېټې له خوا له پُل محمودخان څخه تر پښتونستان څلورلارې پورې سړک د کانکرېټي خنډونو د پاکولو چارې روانې دي چې، دا کار د ښاریانو له تود هرکلي سره مخ شو دی.
اوس مهال له بُرج ساعت څخه تر مرادخاني پورې سړک له خنډونو پاک او د وسایطو د تګ راتګ پرمخ پرانیستل شوی دی، چې ورسره جوخت د سیمې بڼه منظمه او ترافیکي ګڼه ګوڼه کمه شوې ده.
دا اقدام د ا.ا.ا د کابینې د پرېکړې پر بنسټ ترسره کېږي چې، له مخې به یې د ښار له ټولو عمومي او فرعي سړکونو، کوڅو او پلیو لارو څخه کانکريټي خنډونه پاک او د ښاریانو پرمخ پرانیستل شي.
د ترسره شوې سروې له مخې؛ په کابل ښار کې په کانکرېټي خنډونو بندې ۲۷۰ سیمې پېژندل شوي چې، یو پر بل پسې به له خنډونو پاکې شي.
د کابل ښاروالۍ مشرتابه له هغو حکمي او حقیقي اشخاصو څخه چې، د خنډونو د پاکولو په برخه کې یې مرسته کړې د مننې تر څنګ غوښتنه کوي چې، په راتلونکې کې د کورونو او دفترونو مخې ته سړکونه او پلې لارې په کانکرېټي خنډونو بندې نه کړي، ځکه د دوي دا کار ښاري ښکلا او نظم ته زیان رسوي.
له پُل محمودخان څخه تر پښتونستان څلورلارې پورې سړک د کانکرېټي خنډونو د پاکولو چارې روانې دي


