الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.10 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

له امید سبز ښارګوټي څخه تر عرفاني سړک پورې د نوي سړک قیر چارې پیل شوې


د بنسټیزو چارو تر بشپړېدو وروسته د دیارلسمې ناحیې اړوند له امید سبز ښارګوټي څخه تر عرفاني سړک پورې د نوي سړک د ۱۵۰۰ متره برخې قیر چارې پیل شوې.
دا سړک ۳۸۳۴ متره اوږدوالی او ۴۵ متره سور لري چې، د لښتیو، پلیو لارو، ګلدانونو، څراغونو، کرښو اچولو او د یوه معیاري سړک د نورو جزئیاتو په ګډون ډیزاین شوی دی.
د تخنیکي اسنادو له مخې د دې سړک د پاتې برخو قیر چارې به په راتلونکي کال کې ترسره شي.
د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست انجنیران د دې پروژې د کار له کیفیت څخه په دوامداره توګه تخنیکي او فني څارنې ترسره کوي.
د دې سړک په جوړېدو سره به د سیمو اقتصادي ودې ته زمینه برابره او ښاریانو ته به د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته شي. د یادونې وړ ده چې، کابل ښاروالۍ د ژمي په را رسېدو سره د یو شمېر هغه سړکونو قیر چارې چې، بنسټیز کارونه یې بشپړ شوي دي، په دوه کاري وختونو (شپه او ورځ) کې ترسره کوي.