الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.10 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د احمدشاه بابا مېنې د ۵م بلاک د سړک په اوږدو کې د سطحي اوبو د مدیریت پروژه روانه ده


د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له خوا د اوبو د غوره مدیریت او د تخنیکي ستونزو د هوارولو په موخه، د دولسمې ناحیې اړوند د احمدشاه بابا مېنې د ۵م بلاک د سړک په اوږدو کې د سطحي اوبو د مدیریت پروژې روانه ده.
په دې سیمه کې د ۳۳ مترو په اوږدوالي، ۸۵ سانتي مترو سور او ۵۰ سانتي مترو ژوروالي سره د یوه لښتي د جوړېدو چارې روانې دی.
د غه پروژه د زیانمنو سیمو تر پېژندلو وروسته پیل شوې چې، په بشپړېدو سره به یې د احمدشاه بابا مېنې د پنځم بلاک په سیمه کې سطحي اوبه په منظمه توګه مدیریت شي.
د یادونې وړ ده چې، د سطحي اوبو د سیسټمونو بیارغونه، د منهولونو جوړول، د سلبونو بُرش کول، د کالوردونو نصبول او له کانالونو سره د لښتیو نښلول د سطحي اوبو د مدیریت په برخه کې د کابل ښاروالۍ له اساسي فعالیتونو څخه شمېرل کېږي.