
د نهمې ناحیې اړوند د ۶۲۱ مترو په اوږدوالي د درېیم مکروریان د مارکېټ سړک لومړۍ طبقه قیر چارې پیل شوې چې ډېر ژر به بشپړې او یاد سړک به د ترافیکو پرمخ پرانیستل شي.
دغه سړک چې د ۲۰ مترو په سور سره د لښتیو، پلیو لارو او ګلدانونو په ګډون ډیزاین شوی دی، د هوا د ښه والي په صورت کې به یې پاتې چارې هم ترسره شي.
د دې پروژې په بشپړېدو سره به د سیمې اوسېدونکو ته ګڼې ټولنیزې او ترانسپورتي آسانتیاوې رامنځته او د درېیم او څلورم مکروریان په سړکونو کې به ترافیکي ګڼه ګوڼه کمښت ومومي.
د درېیم مکروریان د مارکېټ سړک لومړۍ طبقه قیر چارې پیل شوې


