الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.10 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په وزیرمحمد اکبرخان مېنه او شيرپور سیمه کې د ۷ فرعي سړکونو د جوړولو چارې روانې دي


د کابل ښاروالۍ له خوا د لسمې ناحیې اړوند د وزیرمحمد اکبرخان مېنې او شیرپور سیمه کې د ۷ فرعي سړکونو د جوړولو چارې د ژمنیو تدابیرو په پام کې نیولو سره روانې دي.
د سړک جوړولو په دغه پروژه کې چې، په ټولیزه توګه ۵۳۰۰ متره اوږدوالی او ۱۲ متره سور لري ، د لومړي، دویم، درېیم، څلورم، پنځم، اووم او دیارلسم سړک جوړول شامل دي او د مسئولینو په وینا، دغه سړکونه به د تېږو فرش په بڼه جوړ شي.
همدا راز په دې پروژه کې د سړک او لښتیو له جوړولو سربېره، د ۱۰۶۰۰ متره په اوږدوالي، د ۲ او ۲.۵ مترو په سور سره د پلیو لارو جوړول هم شامل دي او د پلان له مخې به یې د جوړولو چارې د ۸ میاشتو په موده کې په اساسي توګه بشپړې شي.
د دغو سړکونو په جوړېدو سره به د وزیرمحمد اکبرخان مېنې او شیرپور سیمو اوسېدونکو ته د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته شي.
د یادونې وړ ده چې، دا پروژه د ترافیکي بهیر د وېش او ترانسپورتي زیربناوو ته د لاس رسي په برخو کې مهم رول لري.