
د پنځلسمې ناحیې اړوند د خواجه بغرا له ګولایي څخه د قصبې تر سړک پورې د نوي نښلوونکي سړک د کرښو چولو چارې چې، متصل، منقطع، د پلیو لارو دهلیزونه او ترافیکي نښې پکې شاملې دي بشپړې شوې.
کرښې اچول د ښاري ښکلا سربېره، د ترافیکي نظم په رامنځته کولو کې هم ځانګړی اهمیت لري.
د دې سړک د جوړولو چارې وروستیو پړاونو ته رسېدلې دي او ټاکل شوې ده ډېر ژر په رسمي توګه ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
کابل ښاروالۍ له ټولو ښاریانو غوښتنه کوي چې، د سړک په کرښو د موټر له چلولو ډډه وکړي ځکه دا کار د کرښو د پاکېدو لامل ګرځي.
د خواجه بغرا له ګولایي څخه تر قصبې پورې نوی نښلوونکی سړک چې، ۶۷۵ متره اوږدوالی او ۳۰ متره سور لري، ۴۳۵ متره برخه یې د قیر او ۲۴۰ متره نوره برخه یې د کانکرېټ په بڼه جوړه شوې ده.
په دې پروژه کې لښتي، یو پلچک، پلې لارې، ګلدانونه، څراغونه او د یوه معیاري سړک نور جزئیات هم شامل دي.
د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې؛ دغه پروژه چې په روان کال کې پیل شوې وه ډېر ژر به بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د دې پروزې په بشپړېدو سره به له یوې خوا ښاریانو په ځانګړې توګه د خواجه بغرا او قصبې سیمو اوسېدونکو ته د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته شي او بله خوا به په ورڅېرمه سړکونو کې ترافیکي ګڼه ګوڼه کمښت ومومي.
د خواجه بغرا له ګولایي څخه تر قصبې پورې په سړک د کرښو اچولو چارې بشپړې شوې


