
د کابل ښاروالۍ د کار ساتنې او مراقبت ریاست له لوري له لب جر څخه تر سرای شمالي پورې( د سلطان محمود غزنوي سړک پر دوام) د سړک د یوې فرعي لیکې د جوړولو چارې روانې دي.
دا سړک په ټولیزه توګه ۲۱۲۰ متره اوږدوالی او ۸۰ متره سور لري چې، په څلورو ( دوه اصلي او دوه فرعي) لیکو کې ډیزاین شوی دی.
دا پروژه نښلوونکي کانالونه، لښتي، پلې لارې، د بایسکل چلولو لیکې، ګلدانونه، څراغونه او د یوه معیاري سړک نور جزئیات په بر کې نیسي.
څه موده وړاندې د یاد سړک یوه اصلي لیکه د یو کیلو متر په اوږدوالي قیر شوې ده او د هوا د مساعدوالي په صورت کې به یې پاتې کارونه هم ترسره شي.
د دې پروژې په بشپړېدو سره به ښاریانو ته ترانسپورتي آسانتیاوې رامنځته او ترافیکي زیربناوې به پراخوالی ومومي.
له لب جر څخه تر سرای شمالي پورې د سړک د یوې فرعي لیکې د جوړولو چارې روانې دي


