
د کابل ښاروالۍ له خوا د شپږمې ناحیې اړوند له پُل سرخ څخه تر علاءالدین درې لارې پورې د سړک د جوړولو او پراختیا پر وړاندې د شته خنډونو د پاکولو چارې د استملاکي ملکیتونو د مالکانو په مرسته روانې دي.
د دې سړک په اوږدو کې ۱۱۰ ملکیتونه تر استملاک لاندې دي چې، د قانون او کړنلارې له مخې به یې مالکانو ته بدیل حقونه ورکړل شي.
ټاکل شوې ده د خنډونو تر پاکولو وروسته، دغه سړک د ۱۹۳۰ مترو په اوږدوالي او ۳۰ مترو په سور سره د یوه کال په موده کې په اساسي او معیاري توګه جوړ شي.
د دې سړک په جوړېدو سره به د کارته سه سیمې اوسېدونکو ته د آسانتیاوو رامنځته کېدو سربېره، په ورڅېرمه سړکونو کې ترافیکي ګڼه ګوڼه هم کمښت ومومي.
همدا راز دا پروژه د اقتصادي ودې او په پلاني د غیر پلاني سیمو د بدلېدو په برخه کې ځانګړی اهمیت لري.
له پُل سرخ څخه تر علاءالدین درې لارې پورې د سړک د پراختیا پر وړاندې د شته خنډونو د پاکولو چارې روانې دي


