
د اتمې ناحیې په ۳م، ۶م، ۸م ۲۷م ۲۹م او ۴۶م ګذر کې د فرعي سړکونو او کوڅو د پنځو پروژو کانکرېټ چارې بشپړې او د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم رئیس انجنیر میرالرحمن ناصري، د اتمې ناحیې د مرستیال مولوي انورالحق حنفي، د سیمې د اوسېدونکو او مشرانو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د برنامو او پروژو د تنظیم رئیس وویل چې، دا پروژې په ټولیزه توګه ۴۳۲۵ متره اوږدوالی، ۳ او ۶ متره سور لري چې، چارې یې د کابل ښاروالۍ له لوري د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته د لښتیو په ګډون د ۴۱ میلیونه افغانیو په ارزښت د پنځو میاشتو په موده کې په اساسي توګه بشپړې شوې.
نوموړي زیاته کړه: د دې کوڅو او فرعي سړکونو په جوړېدو سره به د سیمې د اوسېدونکو د خاورو او خټو ستونزې هوارې او ګڼ شمېر ترانسپورتي او ټولنیزو آسانتیاوو ته به لاس رسی ومومي.
همدا راز د یادو ګذرونو له اوسېدونکو وغوښتل شول چې، د نویو جوړو شویو کوڅو او فرعي سړکونو په ساتنه کې له کابل ښاروالۍ سره همکار و اوسي.
ورته مهال د سیمې اوسېدونکو د کابل ښاروالۍ له کړنو خوښي وښوده او ژمنه یې وکړه چې، له دې کوڅو او سړکونو څخه به په ښه توګه ساتنه وکړي.
په اتمه ناحیه کې د فرعي سړکونو او کوڅو د پنځو پروژو کانکرېټ چارې بشپړې شوې


