
د ۲۱مې ناحیې اړوند د کابل- جلال آباد تر سړک پورې د ۳۳۰۰ مترو په اوږدوالي او د ۶۰ مترو په سور سره د بګرامیو-لته بند سړک د لومړۍ برخې د جوړولو چارې روانې دي.
دا سړک په څلورو ( دوو اصلي او دوو فرعي) لیکو کې ډیزاین شوی دی چې، لښتي، پلې لارې، استنادي دېوال، ګلدانونه، څراغونه، کرښې اچول او د یوه معیاري سړک نور جزئیات په بر کې نیسي.
کابل ښاروالۍ پلان لري چې، ډېر ژر د یاد سړک د دویمې برخې د جوړولو چارې هم چې، اوس مهال په تدارکاتي پړاو کې دي پیل کړي.
د دې سړک په جوړېدو سره به له یوې خوا د کابل ښار د ختیځ زون اوسېدونکو ته ګڼې ترانسپورتي او ټولنیزې آسانتیاوې رامنځته او له بل لوري به د کابل ښار اقتصادي ودې ته زمینه برابره شي.
همدا راز دا سړک به د کابل ښار د اقتصادي دهلیز په توګه د معیاري پراختیا په برخه کې هم مهم رول ولوبوي.
د کابل- جلال آباد تر سړک پورې د بګرامیو- لته بند سړک د لومړۍ برخې د جوړولو چارې روانې دي


