الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د ګلباغ سړک د درېیمې برخې د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي


د ګلباغ له پله څخه تر چهل دختران سیمې پورې د ۵۳۱۴ مترو په اوږدوالي او ۳۳ مترو په سور سره د ګلباغ سړک د درېیم فاز د جوړولو چارې په څو برخو کې په چټکۍ سره روانې دي.
دغه پروژه چې په هغه کې، د ۱۴۰۰۰ متر مکعب استنادي دېوال، لښتيو، پلیو لارو او ګلدانونو جوړول، د څراغونو نصبول، په سړک د کرښو اچول او د یوه معیاري سړک نور جزئیات شامل دی، د نږدې یوه کال په موده کې به بشپړه شي.
د ګلباغ سړک د یوه مهم سړک په توګه د کابل ښار له اقتصادي دهلیزونو څخه شمېرل کېږي چې، د کابل لوېدیځ له سویل سره نښلوي او په جوړېدو سره به یې د ترافیکي زیربناوو د پراختیا او د ګڼه ګوڼې د کمښت په برخه کې مثبت بدلون رامنځته شي.
کابل ښاروالۍ د داسې زیربنايي پروژو په پلي کولو سره غواړي ښاریانو ته سوکاله ژوند رامنځته او د ښاري پراختیا په برخه کې چټک ګامونه پورته کړي.