الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.10 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د اتلسمې ناحیې په ۵م ګذر کې د فرعي سړک کانکریټ چارې روانې دي


د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د اتلسمې ناحیې د پنځم ګذر اړوند په بختیاران سیمه کې د یوه فرعي سړک کانکریټ چارې روانې دي.
د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې؛ دا سړک چې، ۷۵۰ متره اوږدوالی او ۵ متره سور لري، د لښتیو په ګډون به تر راتلونکو دوو اونیو پورې په معیاري او اساسي توګه جوړ شي.
دا پروژه چې له ښاري آسانتیاوو څخه د محرومو سیمو اوسېدونکو ته د کاري فرصتونو او ښاري آسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه پلې کېږي، تر دې دمه ۷۵ سلنه مخته تللې ده.