الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

له پډولې سیمې څخه تر سنګ نوشتې پورې د نوي سړک د جوړولو لومړنۍ چارې پیل شوې


د کابل ښاروالۍ له خوا د خوشحال خان له دویم نمبر لېسې څخه د پډولې تر درېیمې پروژې او د کابل- لوګر سړک په اوږدو کې د سنګ نوشتې تر سیمې پورې د پډولې نوي سړک د پاتې برخې د جوړولو لومړنۍ چارې پیل شوې.
د کابل ښاروالۍ د ښاري زیربناوو ریاست د ډیزاین له مخې؛ دغه سړک د اوومې او شلمې ناحیې اړوند د خوشحال خان له دویم نمبر لېسې لوېدیځ لوري څخه د پډولې تر درېیمې پروژې پورې، ۴۸۰ متره اوږدوالی او ۴۰ متره سور او پر دوام یې تر سنګ نوشتې پورې، ۳۳۰۰ متره اوږدوالی او ۱۵.۳ متره سور لري چې، د خنډونو تر پاکولو وروسته به یې د جوړولو چارې د یوه کال په موده کې په اساسي توګه بشپړې شي.
د دې سړک په اوږدو کې ۲۵۳ ملکیتونه تر استملاک لاندې دي چې، د استملاک قانون له مخې به یې مالکانو ته بدیل حقونه ورکړل شي.
د دې سړک په جوړېدو سره به له یوې خوا د پډولې سیمې اوسېدونکو ته د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته او بل خوا به د سیمو د اقتصادي ودې سربېره، د چهلستون سړک له کابل- لوګر سړک سره ونښلول شي.