
په بره کي څلورلارې کې تر ځمکې لاندې سړک د دویم پوښښ(دک سلب) د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي.
دا پوښښ (پُل) د نادریې لېسې خواته ۴۴ متره اوږدوالی لري چې، د ګاډرونو تر نصبولو او له سیخ بندۍ وروسته به یې کانکرېټ چارې پیل شي.
تېره اونۍ د ترافیک څلورلارې لوري ته د ۱۱۲۰ متر مربع مساحت سره ترځمکې لاندې سړک د پوښښ چارې په بریالیتوب سره بشپړې شوې.
دا پوښښ چې، له مسلکي اړخه ورته (دک سلب) ویل کېږي، ۴۳ متره اوږدوالی او ۲۳ متره سور لري او د تګ راتګ په برخه کې مهم رول اداء کوي.
د پروژې د مسئولینو په وینا؛ ورته مهال د نادریې لېسې لوري ته د ۴۴ ګاډرونو د نصبولو چارې روانې دي او همدا راز د ترافیک څلورلارې په لوري، د ۴۹ ګاډرونو د نصبولو چارې بشپړې شوې دي.
د پوښښ تر بشپړېدو وروسته به سړک د وسایطو د تګ راتګ لپاره چمتو او وروسته به د ځمکې لاندې سړک د مرکزي برخو د کېندلو چارې پیل شي.
د نادریې لېسې له لوري د ترافیک څلورلارې په لور ترځمکې لاندې سړک د جوړولو چارې چې، ۴۷۰ متره اوږدوالی، ۲۰ متره سور او ۵.۵ متره ژوروالی لري، د روان کال د غبرګولي میاشتې په لسمه نېټه پیل شوې وې او تر دې مهاله ۶۵ سلنه کاري پرمختګ لري.
دا پروژه د کابل ښاروالۍ یوه مهمه زیربنايي پروژه ده چې، په بشپړېدو سره به یې په بره کي څلورلارې کې د ترافیکي ګڼه ګوڼې ستونزه په بنسټیزه توګه هواره شي.
د برهکي څلورلارې د ځمکې لاندې سړک د دویم پوښښ (ډکسلب) د جوړولو چارې روانې دي


