
د کابل ښاروالۍ د کار ساتنې او مراقبت ریاست له لوري له زنبق څلورلارې څخه تر آریانا څلورلارې پورې د سړک د پلیو لارو د جوړولو چارې روانې دي.
د سړک دواړو خواوو ته د پلیو لارو د جوړولو دا پروژه ۱۰۰۰ متره اوږدوالی، ۲ او ۳ متره سور لري چې، د کابل ښاروالۍ د تېږو د تولید فابریکې له تېږو څخه په ګټه اخیستلو جوړېږي.
همدا راز د ۲۱۸۰ مترو په اوږدوالي د ۲ مترو په سور سره د سړک د ګلدانونو جوړول او د لښتیو بیارغونه هم په دې پروژه کې شامل دي.
د یادونې وړ ده چې، له آریانا څلورلارې څخه تر صحت عامې څلورلارې پورې د ۱۷۰۰ مترو په اوږدوالي پلې لارې هم د کابل ښاروالۍ له لوري په اساسي توګه بیا رغول شوې دي چې، دا کار د عامه شتمنیو او ښاري تاسیساتو د ساتنې په برخه کې مهم رول لري.
له زنبق څلورلارې څخه تر آریانا څلورلارې پورې د پلیو لارو د جوړولو چارې روانې دي


