
د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د دولسمې ناحیې د ۲۴م ګذر اړوند په امنیت ښارګوټي کې د ۳ فرعي سړکونو او یوې کوڅې د جوړولو چارې روانې دي.
د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې؛ دا پروژه چې، په ټولیزه توګه ۱۲۳۰ متره اوږدوالی، ۴ او ۶ متره سور لري، تر دې مهاله ۷۰ سلنه مخته تللې ده.
په دې پروژه کې د لښتیو جوړول هم شامل دې چې، تر راتلونکې یوې میاشتې پورې په اساسي او معیاري توګه جوړې شي.
د دغو فرعي سړکونو او کوڅې په جوړېدو سره به د سیمې اوسېدونکي ګڼ شمېر ترانسپورتي او چاپېریالي آسانتیاوو ته لاس رسی ومومي.
د یادونې وړ ده چې، په دې پروژه کې یو شمېر هېوادوالو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.
د دولسمې ناحیې په ۲۴م ګذر کې د فرعي سړکونو او کوڅو د جوړولو چارې روانې دي


