الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.10 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د خیرخانې کوتل سړک د درېیمې برخې د جوړولو او پراختیا پروژه د پام وړ پرمختګ لري


د خیرخانې کوتل سړک د درېیمې برخې د جوړولو او پراختیا پروژه، چې په روان کال کې د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له خوا پیل شوې وه، په منظمه توګه دوام لري.
یاد سړک د سرای شمالي له سیمې تر کوتل پورې، د سړک ښي خوا ته، د ۳۶۴۷ مترو په اوږدوالي او ۲۷ مترو په سور سره ډیزاین شوی دی.
څو موده وړاندې، د بنسټیزو برخو تر جوړېدو وروسته، د دې سړک د ۱۸۰۰ مترو په اوږدوالي او ۱۲ مترو په سور سره برخې لومړۍ طبقه قیر چارې په بریالیتوب سره ترسره شوې.
اوس مهال د یاد سړک د بنسټیزو برخو، استنادي دیوالونو او لښتیو په جوړولو، هوارولو او د سړک په اوږدو کې د غرونو په کیندنې کار روان دی چې، د هوا د ښه والي په صورت کې به یې نورې برخې هم قیر شي.
یاد سړک چې د کابل شمال خوا ته یو اقتصادي دهلیز ګڼل کېږي، کابل ښاروالۍ هڅه کوي څو دا پروژه په ټاکلي وخت او لوړ کیفیت سره بشپړه کړي.