
د کډوالو د وضعیت د څارنې او هغوی ته د لومړنیو آسانتیاوو د برابرولو په موخه، د کابل ښاروالۍ د کارکوونکو له خوا د پایتخت ترمینل د کډوالو په مېشت غالي کې خدماتي فعالیتونه دوام لري.
د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست، د کډوالو عاجلو اړتیاوو ته د رسېدنې په موخه، د مېشت غالي د هوارولو او جغل اچونې چارې پیل کړې دي.
یاد مېشت غالی د اړوندو ادارو او بنسټونو په مرسته، د کډوالو د لنډمهالي استوګنې او دوی ته د اړینو خدمتونو د وړاندې کولو په موخه، جوړ شوی دی.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، په لومړي پړاو کې، ۶۰۰۰ متر مربع سیمه هواره او جغل پرې اچول شوی او اوس مهال د خیمو د نصبولو د ځای په چمتو کولو کار روان دی، چې له هوارولو او نورو بنسټیزو چارو تر بشپړېدو وروسته به سنگفرش هم شي.
همداراز، د کثافات دانیو نصبول، د ګرځنده تشنابونو جوړول او د خیمو تنظیمول، د کابل ښاروالۍ له هغو عملي فعالیتونو څخه دي چې، د روغتیا د خوندیتوب او اړینو آسانتیاوو د برابرولو په موخه، په دوامداره توګه تعقیبېږي.
د پایتخت ترمینل د کډوالو په مېشت غالي کې د کابل ښاروالۍ خدماتي فعالیتونه دوام لري


