الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.10 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د شش درک سیمې د سړکونو جوړولو چارې ۶۰ سلنه کاري پرمختګ لري


د نهمې ناحیې اړوند د شش درک په سیمه کې د شپږ فرعي سړکونو د جوړولو چارې چې، څه موده وړاندې د کابل ښاروالۍ له خوا پیل شوې وې تر دې دمه ۶۰ سلنه کاري پرمختګ لري او هڅې روانې دي چې دغه پروژه په کمه موده کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې، دغه سړکونه په ټولیزه توګه ۱۵۰۷ متره اوږدوالی، ۱۳ او ۲۴ متره سور لري.
څه موده وړاندې د پنځو سړکونو لومړۍ طبقه قیرچارې بشپړې شوې دي او اوس مهال د یو بل سړک د بنسټیزو برخو په جوړولو کار روان دی څو هغه هم قیر کولو ته چمتو شي.
په دې پروژه کې د لښتیو، پلیو لارو او ګلدانونو جوړول او په سړک د کرښو اچول هم شامل دي.
د دغو سړکونو په جوړېدو سره به د سیمې د اوسېدونکو ترانسپورتي او چاپېریالي ستونزې په اساسي توګه هوارې شي.