
د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست د دوامداره هڅو په پایله کې د نادریې لېسې خوا ته د بره کي په څلورلارې کې تر ځمکې لاندې سړک د دویم پوښښ(دک سلب) کانکرېټ چارې په بریالیتوب سره بشپړې شوې.
تر دې وړاندې د ترافیک څلورلارې خواته د (دک سلب) کانکرېټ چارې هم بشپړې شوې دي چې، د یو څه وخت وروسته به د وسایطو د تګ راتګ لپاره چمتو شي او وروسته به د څلورلارې په مرکزي برخه کې د کېندنو چارې پیل شوې.
د تخنیکي معلوماتو له مخې؛ د ترافیک څلورلارې خوا ته پوښښ ( دک سلب) ۴۸.۶۵ متره اوږدوالی،۲۳ متره سور او د نادریې لېسې خواته ۴۳ متره اوږدوالی او ۲۳ متره سور لري.
د یادې پروژې د انجنیر عبیدالله “الهام” په وینا؛ ورته مهال دواړو خواوو ته د نورو فعالیتونو ترڅنګ د ځمکې لاندې سړک پر سر د دواړو پلونو کاري چارې بشپړې شوې دي.
په بره کي څلورلارې کې ترځمکې لاندې سړک د نادریې لېسې له خوا د ترافیک څلورلارې په لور په ټولیزه توګه ۴۷۰ متره اوږدوالی، ۲۰ متره سور او ۵.۵ متره ژوروالی لري چې، د جوړولو چارې یې د روان کال د غبرګولي په میاشت کې پیل شوې دي او تر اوسه ۶۵ سلنه کاري پرمختګ لري.
همدا راز د دې پروژې د پاتې چارو د دوام ترڅنګ به ډېر ژر د هوايي پله د جوړولو چارې هم پیل شي. دا پُل د دهن باغ څلورلارې له خوا د پروان دو څلورلارې په لور ۷۰۰ متره اوږدوالی، ۲۰ متره سور او ۵.۵ متره لوړوالی لري.
دا پروژه په کابل ښار کې د یوې لویې زیربنايي پروژې په توګه طرحه شوې ده چې، په بشپړېدو سره به یې په بره کي څلورلارې کې ترافیکي ګڼه ګوڼه کمښت ومومي او د وسایطو د تګ رتګ په برخه کې به ګڼې آسانتیاوې رامنځته شي.
د برهکي څلورلارې د ځمکې لاندې سړک د دویم پوښښ (ډکسلب) کانکرېټ چارې بشپړې شوې


