
په کابل ښار کې د ترافیکي او ترانسپورتي زیربناوو د پراختیا او د ګڼه ګوڼې د کمښت په موخه د کابل ولایت مقام مخې ته د ۴۶۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د موټرو لپاره د هوايي پله د جوړولو چارې د ریاست الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر، د ریاست الوزراء د اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، کابل ښاروال مولوي عبدالرشید، د چارو ادارې د رئیس شیخ نورالحق انور، د مخابراتو او د معلوماتي ټکنالوژۍ د وزیر مولوي حمد الله نعماني، د امارتي شرکتونو د رئیس مولوي احمدجان بلال، کابل والي ملا امین الله عبید او د یو شمېر نورو دولتي ادارو د مسئولینو او مشرانو په ګډون رسماً پیل شوې.
په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د کابل ښاروالۍ د مشرتابه هڅې وستایلې او ویې ویل: د هوايي پله د جوړلو دا لویه او ستراتیژیکه پروژه د کابل ښار په مرکزي برخو کې د ګڼه ګوڼې په کمښت او د ښاریانو د ستونزو په هوارولو کې مهم رول لري. د نوموړي په وینا؛ دا پروژه د ترانسپورتي زیربناوو د پراختیا په برخه کې د کابل ښاروالۍ یو مهم ګام دی چې، په پلي کېدو سره به یې د ترافیکي مدیریت او د ښاري زیربناوو د ښه والي په برخه کې نوی فصل پرانیستل شي.
ور پسې د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په خپلو خبرو کې وویل چې، کابل ښار اوس مهال د ګڼو او بې ساري پروژو د پلي کېدو شاهد دی چې، دې چارې کابل ښاریان روښانه راتلونکې ته هیله من کړي دي. نوموړي ټینګار وکړ چې، د ټولګټو او زیربنايي پروژو په پلي کولو کې د ښاریانو همکاري ضروري او مهمه ده.
د کابل ښاروالۍ د ودانیزو چارو مرستیال انجنیر عامر زمرک یاسر په خپلو خبرو کې وویل چې، تر تخنیکي او فني مطالعاتو وروسته د دې پله د جوړولو په اړه اقدام وشو. نوموړي زیاته کړه: دا پُل ۲۳۵ متره اوږدوالی، ۱۸ متره سور، ۶.۸ متره لوړوالی لري چې، د پنځو استحکامي پایو ( ستنو) په وسیله به ودرول شي. همدا راز د دې پله دایروي رمپ د ۳۳ متره شعاع په درلودلو سره، ۱۵۵ متره اوږدوالی لري چې، د نړیوالو معیارونو په نظر کې نیولو سره ډیزاین شوی دی او چارې به یې د ۱۵ میاشتو په موده کې د کابل ښاروالۍ د کار ساتنې او مراقبت ریاست له لوري په اساسي توګه بشپړې شي.
دا پُل په څلور لینونو کې چې، دوه یې د تګ او دوه نور یې د راتګ دي طرحه شوی دی چې، لوپ ته ورته رمپونه لري او د شهرنو سړک به له سالنګ واټ او جوی شیر سړک سره ونښلوي.
همدا راز د چارو ادارې رئیس شیخ نورالحق انور او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر مولوي حمد الله نعماني هم په تېرو شاوخوا څلورو کلونو کې د کابل ښاروالۍ فعالیتونه وستایل او ویې ویل چې، د کابل ښاروالۍ له لوري د ټولګټو او زیربنايي پروژو په پلي کېدو سره به کابل ښار په نږدې راتلونکې کې په یوه پرمختللي آباد او ښایسته ښار بدل شي.
د دې هوايي پله په جوړېدو سره د ښار په مرکزي برخو کې ترافیکي ګڼه ګوڼه کمښت ومومي او د ښاري ښکلا سربېره به د کابل ښار تلپاتې پراختیا او اقتصادي ودې ته زمینه برابره شي.
د کابل ولایت مقام مخې ته د هوايي پله د جوړولو چارې رسماً پیل شوې


