
د پنځلسمې ناحیې اړوند په دویم ګذر کې د یوه تفریحي پارک د جوړولو او په اووم گذر کې د فرعي سړک کانکریټ پروژه بشپړه او د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم رئیس انجنیر میرالرحمن ناصری، د پنځلسمې ناحیې رئیس انجنیر عبیدالله شېرزاد او د سیمې یو شمېر مشرانو او اوسېدونکو په حضور کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د پروژو د تنظیم رئیس په دې اړه وویل: دغه پروژه د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د ۱۶.۹ میلیونه افغانیو په لګښت په ۴ میاشتو کې پلې شوې ده چې، ورسره جوخت په یاده سیمه کې موسمي ستونزې حل شوې او اوسېدونکي یې له ښاري آسانتیاوو څخه برخمن شوي دي.
یاد پارک چې لس زره مترمربع مساحت لري، د یوه سالم ښاري چاپېریال د رامنځته کولو په موخه جوړ شوی، چې د احاطې، پلیولارو د اوبو څاه کیندل، د اوبو د زېرمې او د ورزشي میدانونو (فوتبال، کرېکټ، والیبال، باسکټبال) جوړول، چمنکاري، د نیالګیو او ګلانو کېنول، د څوکیو او کثافات دانیو نصبول هم پکې شامل دي.
دغه راز په اووم گذر کې فرعي سړک ۵۵۰ متره اوږدوالی او ۵ متره سور لري، چې د لښتیو په ګډون په معیاري توګه جوړ شوی دی.
همداراز له ځایي خلکو غوښتنه وشوه چې، د پارک او سړک په ساتنه کې له ښاروالۍ سره مرسته وکړي، ترڅو یې د ویجاړېدو مخه ونیول شي.
په ورته وخت کې د یادو سیمو اوسېدونکو د ښاروالۍ له دا شان کارونو خوښي وښوده او ژمنه یې وکړه چې، د پارک او سړک ساتنې ته به جدي پاملرنه کوي.
پاتې دې نه وي چې، په دې پروژه کې هره ورځ شاوخوا ۱۵۰ تنو هېوادوالو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه.
په پنځلسمه ناحیه کې د یوه تفریحي پارک او فرعي سړک د جوړولو پروژه بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه


