الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.10 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په وزیر محمد اکبرخان مېنه کې د نښلوونکي کانال د جوړولو چارې روانې دي


د وزیر محمد اکبرخان مېنې له پنځلسم سړک څخه تر اجمیر کانال پورې د ۲۷۰۰ مترو په اوږدوالي او له ۸۰ سانتي مترو څخه تر ۱.۴ مترو په سور سره د کانال جوړولو چارې روانې دي او هڅه کېږي چې، تر راتلونکو ۳ میاشتو پورې بشپړې شي.
په دې پروژه کې د ۳۹۱ مترو په اوږدوالي او د ۳۰ متره په سور سره د وزیر محمد اکبرخان روغتون د سړک جوړول هم شامل دي، چې څه موده وړاندې یې قیر چارې ترسره شوې. دا سړک پلې لارې، ګلدانونه، لښتي او څراغونه هم په بر کې نیسي.
د یادونې وړ ده چې، مخکې به په یاده سیمه کې د کانال د نشتون له امله اوبه سړکونو ته راختلې چې، ښاریان یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي وو، خو د دې پروژې په پلي کېدو سره به یې ستونزې په اساسي توګه هوارې شي.