الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.10 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د خیرخانې کوتل سړک د دریمې برخې بنسټیزې چارې روانې دي


د کابل ښاروالۍ د کار ساتنې او مراقبت ریاست له لوري د خیرخانې کوتل سړک د درېیمې برخې بنسټیزې چارې چې، کیندنې، خاورې لېږدول او هوارول په بر کې نیسي روانې دي.
دا سړک له سرای شمالي سیمې څخه د کوتل تر پورتنۍ برخې پورې ښۍ خوا ته ۳۶۴۷ متره اوږدوالی او ۲۷ متره سور لري چې، د استنادي دېوال او د یوه معیاري سړک د نورو جزئیاتو په ګډون ډیزاین شوی دی.
د یادونې وړ ده چې، څه موده وړاندې د بنسټیزو چارو تر بشپړېدو وروسته د یاد سړک د ۱۸۰۰ مترو په اوږدوالي او د ۱۲ مترو په سور سره یوې برخې قیر چارې ترسره شوې.
دا سړک د کابل ښار له اقتصادي دهلیزونو څخه شمېرل کېږي او کابل ښاروالۍ هڅه کوي چې، چارې یې په ټاکلي وخت او ښه کیفیت بشپړې کړي.