
د درېیمې ناحیې اړوند د دهبوري له شه – ید څلورلارې څخه د پوهنتون او سیلو تر سړک پورې د سړک جوړولو او پراختیا لومړنۍ چارې چې، کیندنې، خاورې لېږدول او د خنډونو پاکول په بر کې نیسي روانې دي.
د یاد سړک په اوږدو کې ۷۲ ملکیتونه تر استملاک لاندې دي چې، د قانون او کړنلارې له مخې به یې مالکانو ته بدیل حقونه ورکړل شي.
د نوی ډیزاین له مخې دا سړک ۱۹۱۰ متره اوږدوالی، ۴۰ او ۲۰ متره سور لري چې، چارې به یې د یوه کال په موده کې په معیاري توګه بشپړې شي.
د دې پروژې په بشپړېدو سره به به له یوې خوا په کابل ښار کې ترانسپورتي زیربناوې پراختیا ومومي او بله خوا به د ورڅېرمه سیمو اوسېدونکو ته د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته شي.
د دهبوري له شه-ید څلورلارې څخه د سیلو تر سړک پورې د سړک جوړولو او پراختیا لومړنۍ چارې روانې دي


