
د پنځمې، شپږمې او دیارلسمې ناحیې اړوند د دېوان بیګي او مهتاب قلعه ترمنځ د سړک او پله د جوړولو پروژه چې، د روان کال په بهیر کې د کابل ښاروالۍ د کا، ساتنې او مراقبت ریاست له خوا پیل شوې وه، اوس مهال د بشپړېدو په حال کې ده.
دا سړک چې، ۱۷۳۳ متره اږدوالی او ۳۰ متره سور لري، د ۲۱.۵ مترو په اوږدوالي او ۲۰ مترو په سور د موټرو د تګ راتګ یوه پله په ګډون ډیزاین شوی دی.
د مسئولینو په وینا؛ د بنسټیزو چارو تر بشپړېدو وروسته د یاد سړک لومړۍ طبقه قیر چارې په معیاري توګه ترسره شوې دي او د ترافیکو پرمخ پرانیستل شوی دی، اوس مهال د سړک د پاتې برخو د جوړولو چارې تر لاس لاندې دي چې، د راتلونکي کال په پسرلي کې به یې دویمه طبقه قیرچارې هم ترسره شي.
په دې پروژه کې د لښتیو، پلیو لارو، د بایسکل چلولو لیکو او ګلدانونو جوړول، په سړک د کرښو اچول، د څراغونو نصبول او نور جزئیات هم شامل دي.
د دېوان بیګي- مهتاب قلعه ترمنځ سړک او پُل د کمپنۍ او برچي سړکونو د ترافیکي ګڼه ګوڼې په کمښت کې مهم رول لري چې، په جوړېدو سره به یې د سیمې اوسېدونکو ته ګنې ترانسپورتي آسانتیاوې رامنځته او د سیمو اقتصادي ودې ته به زمینه برابره شي.
د دېوان بیګي - مهتاب قلعه د سړک او پله د جوړولو پروژه بشپړېدو ته نږدې شوې ده


