الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.10 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د آسمایي غره په لمن کې زرګونه د ونو تخمونه وکرل شول


په کابل ښار کې د زرغونو سیمو د پراختیا، د چاپېریال ساتنې او د ښاري ښکلا د رامنځته کولو په موخه، د کابل ښاروالۍ له‌ خوا د «زرغونو رضاکارانو » ټیم په همکارۍ د آسمایي غره په لمن کې د ارغوان او بلوط ونو زرګونه تخمونه وکرل شول.
په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او ولسي چارو د همغږۍ رئیس قاري انعام‌الله قاضي‌زاده، د ښاري چاپېریال د ښه‌والي په برخه کې د ونو رول ته په اشارې سره وویل چې، دا کار د کابل ښار د ښکلا، زرغونتیا او سمسورتیا په برخه کې یو اغېزمن ګام دی. نوموړي له ښاریانو وغوښتل چې، د نیالګیو او ونو په کېنولو، پالنه او ساتنه کې خپل مسئولیتونه په ښه توګه اداء کړي.
ورته مهال د دویمې ناحیې رئیس مولوي فضل‌کریم صدیقي او یو شمېر نورو ویناوالو د ونو او زرغونو سیمو په اهمیت خبرې وکړې او ژمنه یې وکړه چې، په دوامداره توګه به د کرل شویو تخمونو ساتنه او پالنه کوي.
د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست پلان لري چې، د یو شمېر بنسټونو په مرسته او د ښاریانو په ګډون، د کابل ښار شاوخوا د غرونو او غونډیو په لمنو کې د ناجو، بادام او غرنيو املوکو زرګونه تخمونه وکري او په منظم ډول یې ساتنه وکړي.