
د کابل- لوګر سړک د لومړي فاز د پاتې برخې د جوړولو چارې روانې دي څو دا مهم سړک د راتلونکي کال په پسرلي کې قیر کولو ته چمتو شي.
د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې؛ تر اوسه په ۳ لیکو کې د یاد سړک ۴ کیلو متره برخه قیر شوې ده او اوس مهال یې د پاتې برخو د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي.
د کابل- لوګر سړک د لومړۍ برخې پروژه چې، له نجات څلي څخه تر چرخ آب سیمې پورې ۷ کیلو متره اوږدوالی او ۶۰ متره سور لري، د مستان کانال، پلیو لارو، ګلدانونو او پلچکونو جوړولو، څراغونو نصبولو او په سړک د کرښو اچولو په ګډون ډیزاین شوې ده.
کابل ښاروالۍ هڅه کوي څو دا مهمه پروژه په ټاکلي وخت او لوړ کیفیت بشپړه کړي.
د کابل- لوګر د سړک جوړولو پروژه د کابل ښار په سویلي زون کې یوه مهمه زیربنایي پروژه ده چې، په بشپړېدو سره به یې ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته او د سیمو اقتصادي ودې ته به زمینه برابره شي.
د کابل– لوګر سړک د لومړي فاز د پاتې برخې د جوړولو چارې روانې دي


